لیګونه

بوسټ لوبډلې کابل بازانو ته ماتې ورکړه

د شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو پر دوام نن ماسپښېن بوسټ ساتوونکي لوبډله له کابل بازانو لوبډلې سره مخ شوه چې په پایله کې بوسټ لوبډلې بریا ترلاسه کړه او کابل لوبډلې ماتې ومنله. 

بوسټ لوبډلې په خپله پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، دوی په ټاکلو شلو اورنو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې. چې له ډلې یې عمران جنت ۴۳ او منېر کاکړ بيا ۴۱ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځيدل. 

په ځواب کې د کابل بازانو لوبډلې پیل خورا بد وه، او کیپتان ګربز د لومړۍ پاڼۍ پر لومړي توپ باندې وسوځېده. چې په پای کې ټوله لوبډله یې په شلم اور کې په ۱۱۵ منډو باندې وسوځېده. کابل بازانو لوبډلې لپاره بيا صديق اتل او عظمت الله ښه وځلېدل، چې اتل ۳۲ او عظمت ۲۸ منډې جوړې کړې.

همدغه شان بوسټ لوبډلې ته لوبډلمشر ګلبدين او فاسټ بالر سعېد شیرزاد ۳-۳ ويکټې واخيستې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې