لیګونه

ټرېنباګو د پولارډ په مشرۍ په مسلسل ډول لسمه بریا هم خپله کړه

د وېسټ انډېز تجارتې لیګ (سي پي ایل) سیالیو په دوام د ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې وړمه ورځ په ستر توپېر سره سېنټ کېټس اېنډ نیوېس پيټرېټس لوبډلې ته د نهه ویکټېټو په توپېر سره ماتې ورکړه، چې په دې سره ټرېنباګو لوبډلې د پولارډ په مشرۍ په مسلسل ډول لسمه بریا هم ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې سېنټ کېټس اېنډ نیوېس پيټرېټس لوبډلې د لوبې پچه/ټاس وګټلو او لومړۍ یې د توپ وهنې انتخاب وکړ. د لومړۍ توپ وهنې پر مټ یادې لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۷ منډې جوړې کړې چې دا د سي پي ایل سیالیو په تاریخ کې تر ټولو پنځم کم ترینه سکور وشمېرل شول. د دوی له ډلې زیاتې منډې دانش رمډین جوړې کړې نوموړي ۱۹ سترې منډې وکړې.  

مقابلې لوبډلې د ۷۷ منډو په ځواب کې ښه پیل ورکړ، او ټاکل شوی هدف یې په اسانۍ سره ترلاسه کړ. یاد هدف یې د دولسم اور په پیلیدو کې د یو لوبغاړي په زیان سره بشپړ کړ او مخالفې لوبډلې ته یې د نهو ویکېټو په شتون کې سترې ماتې ورکړه.

ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري توپ وهنه کې ټون وابسټر ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د سېنټ کېټس اېنډ نیوېس پيټرېټس لوبډلې له لوري توپ اچونه کې رایډ امرېټ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. 

همدغه راز دوېمه لوبه بیا د سېنټ لوسیا زوکس او جېمکا طلواس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې په ۱۱ منډو سره بریا ترلاسه کړه

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې