دلوبغاړو په اړه

ناصر حسین: ډوېډ مېلان په شل اورېز کریکټ کې په مسلسل ډول ښه ځلېږي

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ناصر حسین په شل اورېز کریکټ کې د ډوېډ مېلان ستاینه کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې مېلان په شل اورېز کریکټ کې په مسلسل ډول ښه ځلېږي. او د لوبډلې په ګټه نیمه سلیزې جوړه وې.  

ډوېډ مېلان د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې مېډل ارډر برخې توپ وهوونکی دی، او په دې وروستیو کې خورا ښه ځلېږي. مېلان په دې وروستیو کې د پاکستان خلاف ښه وځلېد له هغې وروسته د اسټرالیا پر وړاندې ښه وځلېد او په لومړۍ شل اورېزه سیالۍ کې یې په ۴۳ بالونو باندې ۶۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 

ناصر حسین وویل: ((مېلان په شل اورېز فارمیټ کې په دوامداره توګه ښه ځلېږي، شل اورېز فارمیټ تر ټولو لنډ فارمیټ دی چې باید توپ وهوونکی له پیل څخه ستر ستر شاټونه ووهي چې په دې برخه کې مېلان په دوامداره توګه ښه ځلېږي.))

د یادونې وړ ده چې نن شپه به د دواړو لوبډلو ترمنځ دوېمه شل اورېزه سیالۍ هم پیل شي، چې له دې وړاندې لومړۍ سیالۍ د انګلیستان په بریا سره پایته رسیدلې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې