دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان له وېسټ انډېزي انډر رسل سره جالبه کړنه ترسره کړه +ویډیو

د سي پي ایل سیالیو په دوام یوه سیالۍ کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې لېګ برېک سوکه توپ اچوونکي راشد خان له لوري د انډرسل ویکېټ واخیستل شوه چې وروسته راشد خان وېسټ انډیزی رسل پر پښه باندې ووهلو. 

د نوموړي یاده کړنه پر ټولنېزو رسنیو باندې خورا ویروس شوې ده، او مینه وال یې خورا حیران کړې دي چې له دې کار څخه به یې موخه څه وه. راشد خان رسل ته سلو غوندې لغته ورکړه. 

چې د وېسټ انډیزې انډر رسل له لوري ولیدل شو او یو بل ته یې وخندل او خوښې یې وښودله. انډر رسل د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې مشهور او افسانوې الراونډر لوبغاړی دی. 

په یاد لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي لوبېږي. راشد، مجېب او محمد نبي هغه لوبغاړي دي چې سږ کال په وېسټ انډېز تجارتې لیګ کې لوبېږي او ددې لیګ له پایته رسېدو وروسته به د متحده عربي اماراتو پر لوري د آی پي ایل سیالیو لپاره سفر وکړې. چې له امله به یې په شپږېزه لیګ کې دغه لوبغاړي ونه لوبېږي او پاتې نور افغان لوبغاړي به په شپږېزه لیګ کې وروستیو سیالیو کې ولوبېږي 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې