افغانستان کریکټلیګونه

راشد خان، مجېب الرحمن او محمد نبي په شپږېزه لیګ کې سږ کال نه لوبېږي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، مجېب الرحمن او محمد نبي عیسخېل سږ کال په افغانستان کورنې کریکټ لیګ کې نه لوبېږي او له وېسټ انډېز تجارتې لیګ څخه به نېغ په نېغه متحده عربي اماراتو ته د آی پي ایل سیالیو لپاره ولاړ شې. 

افغان کریکټ بورډ څه موده وړاندې له کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي وه، چې افغان لوبغاړي به په نیمه کې وېسټ انډېز تجارتې لیګ پرېږدي. خو افغان کریکټ بورډ پر داسې مهال بیرته خپله پرېکړه اخلي چې کرېکنفو وېبپاڼې لیکلې دي چې افغان لوبغاړي د یو لړ ستونزو له امله نشي کولی هېواد ته د شپږېزه لیګ لپاره راشې. 

د یادونې وړ ده چې شپږېزه کریکټ لیګ به سبا پیل شې. خو په سي پي ایل تجارتې سیالیو کې لوبېدونکي افغان لوبغاړي ګډون ونشي کولی. وېست انډېز کریکټ بورډ د افغان کریکټ بورډ پر پریکړې خوښې څرګنده کړې ده، او له افغان کریکټ بورډ څخه یې مننه کړې ده چې خپلو لوبغاړو ته یې په سي پي ایل سیالیو کې تر پایه د لوبېدو اجازه ورکړه. 

هېره دې نه وې چې د سي پي ايل سیالیو له پاىته رسېدو وروسته به راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان مستقيم متحده عربي اماراتو ته لاړ شي، چې هلته به په اى پي ايل کې ګډون وکړي، همدغه راز نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان به بيا مرکز کابل ته راستانه شي او د شپږيزې کریکټ ليګ په وروستيو لوبو کې به ګډون وکړي. 

راشد خان او محمد نبي په اى پي ايل کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي او مجېب الرحمان بيا د کېنګز الېونن پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې