دلوبغاړو په اړهلیګونه

د پاکستاني بابر اعظم پر کړنې د مسلمانانو نیوکې

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتې لوبغاړي بابر اعظم پر کړنې باندې ګڼو مسلماناتو توندې نیوکې کړې دي، نوموړي په خپل شرټ یا لباس باندې د شرابو ټاپې لګولو اجازه ورکړې ده، چې دغې کړنې یې په نړۍ کې ګڼ شمېر مسلمان غوسه کړې دي. 

بابر اعظم د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی او افسانوې توپ وهوونکی دی. هغه په ګڼ شمېر شل اورېزو نړیوالو لیګونو کې لوبېدلی دی. بابر اعظم د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ویاړلی لوبغاړی دی، چې د پاکستان وېرات کوهلي ورته ویل کېږي. 

خو دې کړنې یې د ګڼو مینه والو زړونه مات کړې دي او غوسه کړې یې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبغاړو ته هم پر شرټ یا لباس باندې همدا ډول ورته د الکولو ټاپې لګول شوې وې چې افغان لوبغاړو د یادو لباسونو له اغوستلو څخه انکار کړی وه.

او له مسؤلینو یې غوښتې وه چې ساده لباسونه ورکړې، خو پاکستاني بابر اعظم بیا دا اجازه ورکړې ده چې په خپل لباس باندې د الکولو لرونکې ټاپه پر تن باندې کړې. 

نوموړي تر دې دمه په دې تړاو کوم عکس العمل نه دی ښودلی. که څه هم هغه د نیوکو لاندې دی او خورا ګڼې نیوکې پرې کېږي او یا هم روانې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې