نړیوال کریکټ

انګلینډ له اسټرالیا لومړۍ لوبه وګټله

وړمه ورځ د اسټرالیا او انګلیستان ترمنځ د شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شوه، چې په لومړۍ شل اورېزه سیالۍ کې انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ته په دوه منډو ماته ورکړه. 

د لوبې په پیل کې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله، او لومړۍ یې خپله د توپ اچونې پرېکړه وکړه. انګلیستانۍ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ټاکلو شل اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې. چې له منځه یې جوس بټلر ۴۴، ډوېډ مېلان ۶۶ او کرس جورډن ۱۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې له لوري بیا توپ اچونه کې اشتون اګر، کېن رېچارډسن او ګېلن مسکوېل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. همدغه راز پېټ کېمونز ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ. 

د انګلیستان له لوري ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ټاکلو شل اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې. او لوبه یې د دوه منډو په کم توپېر سره وبایلله. او چې د توپ وهوونکو له ډلې یې بیا ډوېډ وارنر ۵۸، ارون فېنج ۴۶ او مارک سټوېنس ۲۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. خو لوبډله یې تر بریا ونه شوه رسولی.

د انګلیستانۍ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې جوفرا ارچر او عادل راشد دوه ـ دوه او مارک ووډ یو لوبغاړی وسوځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې