دلوبغاړو په اړهلیګونه

شاهین افریدی هم د ویټاليټې بلاسټ سیالیو کې یو ځای شو

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې فاسټ بالر د انګلیستان په ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې له همپشایر کریکټ کلب سره یو ځای شو. نوموړی وروسته له هغې یاد کلب سره یو ځای شو کله چې د شل اورېزو لوبو لړۍ له انګلیستان سره پایته ورسېده. 

شاهین افرید په ويټالیټې بلاسټ سیالیو کې د همپشایر کریکټ کلب لپاره ولوبېږي. همپشایر کریکټ کلب په یو خپور کړې بیان کې ویلي دي، چې ۲۰ کلن شاهین افریدی به سږ کال د یاد کلب لپاره ولوبېږي.  

نوموړی د سېپټمبر په ۲ مه نیټه له یاد کلب سره یو ځای شو. او د اکتوبر تر ۴ مې نیټې پورې به له دې کلب سره یو مل وې. د یادونې وړ ده که چیرې یاد کلب مخکې تګ وکړو نو امکان شته دی چې نوموړی له یاد کلب سره له ټاکل شوې مودې وروسته هم یو ځای پاتې شې. 

هېره دې نه وې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې بل نوموتی لوبغاړی بابر اعظم هم په یاد لیګ کې له برېسبېن هېټ لوبډلې سره یو ځای شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې