لیګونه

د لنکا پریمیر لیګ نیټه په ډاګه شوه

د سریلانکا هېواد کورنی لیګ (لنکا پریمیر لیګ) وروستۍ نیټې وړمه ورځ په ډاګه شوه. یاد لیګ به د نومبر له ۱۴ مې نیټې څخه پیل شي او تر دسمبر ۶ مې نیټې پورې به دوام وکړې. 

دا لیګ به په سریلانکا هېواد کې ترسره شي، په داسې حال کې چې هند سوداګرېز لیګ به په متحده عربي اماراتو کې د سېپټمبر له ۱۹ مې نیټې څخه پیل او تر دسمبر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو میاشتو راهیسې ورزشي فعالیتونه د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله په ټپه درول شوې وه. او اوس یو ځل بیا د مختلفو لوبو او لوبډلو ترمنځ د نندارچیانو پرته پیل شوې دي. 

د سریلانکا کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ مالومات ورکړل چې لنکا پریمیر لیګ وړاندې د اګست ۲۸ مه نیټه ټاکل شوی وه چې ښایې تر سېپټمبر ۲۰ مې نیټې پورې یې دوام موندلی وای چې د کرونا له امله وځنډول شو.  

یاد لیګ به د سریلانکا په درې بیلابیلو لوبغالو کې پیل شي، دا لیګ به په د ډمبولا نړیوال کریکټ لوبغالي ، پیلېکال نړیوال کریکټ سټډیوم او سوریهوا ماهندا راجاپاکسا نړیوال کریکټ لوبغالي کې ترسره شې. په دې لیګ کې پنځه لوبډلې د سریلانکا د پنځو بیلابیلو ښارونو څخه یو ځای شوي دي دا هغه لوبډلې دي چې په دې لیګ کې به ولوبېږي. کولومبو ، کانډي ، ګیل ، ډمبولا او جعفنا.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې