دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سوېلي افریقا کریکټ لوبغاړو غوښتنه؛ له سوېلي افریقا کریکټ بورډ څخه

د سوېلي افریقا کریکټ لوبغاړو، د ملي لوبډلې کیپتان کوینټن ډیکاک په ګډون، د هېواد له کریکټ بورډ څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې حل کړي او هغه لوبې وژغوري چې مالي تاوان یې د خطر سره مخ دی. د کرېکینفو په وېنا ، د سه شنبې په ورځ د سویلي افریقا کریکټرانو اتحادیې (SACA) لخوا لیږل شوي بیان کې د ۳۰ نارینه او ښځینه کریکټ لاسلیکونه وکړل.  

هغه اصلي ستونزې چې د سویلي افریقا کریکټ ورسره مخ دي د پخوانیو لوبغاړو لخوا مسلط شوي رنګ پر اساس په بورډ کې د تبعیض او فساد تورونه دي. 

په بیان کې راغلي دي، “د تعلیق ، برطرفي ، استعفا ، عدلي پلټنې ، د محرم معلوماتو افشا کول ، قضاوت او مالي اداره کول د کرکټ سرلیکونه دي.” 

دا په داسې حال کې ده چې سوېلي افریقا کریکټ بورډ د کرونا له امله په سخت حالت کې قرار لري. په دې وروستیو وختونو کې ډیری پخوانیو لوړ پوړو لوبغاړو د ماکایا نیټیني په ګډون د توکمپالنې تورونه پورې کړي دي. بیان وايي: “سیاست او شخصي ګټې د کرکټ په چارو او ښې حکومتولۍ تکیه کوي.” 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې