دلوبغاړو په اړه

ډویلیرز کریکټ ته د بیا راستنېدو لپاره خوښ دی

د سوېلي افریقا کریکټ ملي افسانوې توپ وهوونکی او په ای پي ایل سیالیو کې د بنګلور چلېنجرز لوبډلې کلیدي توپ هوونکي ډویلیرز بیرته د کریکټ پیلیدو لپاره خوشبین دی او خپله خوښې یې څرګنده کړې ده. 

نوموړی په آی پي ایل سیالیو کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې برخه دی او تمه کېږي چې نوموړی به په آی پي ایل سیالیو کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره ښه پایله ورکړې.

نوموړي په ۲۰۱۸ م کال کې له نړیوال کریکټ څخه رېټاېر منټ اعلان کړ، او په ۲۰۱۹ م کال کې یې بیا له سوېلي افریقا کریکټ بورډ څخه وغوښتل چې ده ته د بیرته لوبېدو اجازه ورکړې. 

ډويلیرز د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره ۳۱۰ شل اورېزه، ۲۲۸ یو ورځنۍ او ۱۱۴ یې بیا ټېسټ سیالۍ ترسره کړې ډي. نوموړی له ځانه سره د ۳۶۰ درجې توپ وهنې وړتیا هم لري چې په افغان لوبغاړو کې بیا رحمن الله ګربز د ۳۶۰ درجې وړتیا لري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې