لیګونه

د نوین الحق څلورو ویکېټو امازون لوبډله تر بریا ورسوله

د وېسټ انډېز تجارتې لیګ ۲۲ مې لوبې په دوام د نوین الحق اړوند ګېانا امازون وارېز لوبډله له بارباډوس ټرېنېډس لوبډلې سره مخ شوه. چې په پایله کې ګېانا امازون لوبډلې د ۸ ویکېټو په توپېر سره بریا ترسره کړه. 

د لوبې په پیل کې بارباډوس ټرېنېډس لوبډلې پچه وګټله، او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، دوی په ټاکلو شل اورنو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۲ منډې جوړې کړې. چې له ډلې یې مېچل سېنټر ۳۶ سترې منډې او راشد خان ۱۹ منډې جوړې کړې. 

د ګېانا امازون وارېز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې افغان لوبغاړی نوین الحق ښه وځلېد. او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې ۴ مهم او کلیدي لوبغاړي له مخې پورته کړل.

امازون لوبډلې د بارباډوس لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف په ۱۷ م اور کې د دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ. او بارباډوس لوبډلې ته یې په ۸ ویکېټو ماته ورکړه. د دوی له لوري توپ وهنه کې برېنډن کينګ ۵۱ ناسوځېدلې او پوران ۱۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 

د بارباډوس لوبډلې له خوا توپ اچونه کې راشد خان او والش هره یوه یوه یوه ویکېټه واخیسته. د لوبې غوره لوبغاړی افغان فاسټ بالر نوین الحق ونومول شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې