دلوبغاړو په اړهلیګونه

د ابراهیم ځدران ټپونه په رغېدو دي

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ځوانانو او په افغانستان شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو کې د بند امېر ښامارانو لوبډلې افسانوې الراونډر ابراهیم ځدران چې څه موده وړاندې ټپي شوی وه اوس بیرته په رغېدو دی او تمه کېږي چې نوموړی ښایې ډېر ژر له بند امېر ښامارانو لوبډلې سره یو ځای شې.

ابراهیم ځدران پر داسې مهال ټپي شو چې هغه د تمریناتې کمپ په لومړیو ورځو کې تمرینات ترسره کول، چې د تمریناتې کمپ پر مهال ټپي شو. د بند امېر ښامارانو د خبر پر بنسټ چې د نوموړي درملنه پر وخت سره ترسره شوې ده.

ځدران ته د روزونکي او ډاکټر له لوري د استراحت وړاندېز شوی دی او ورته یې زیاته کړې ده، چې اوس دې روغتیا په ښه کېدو ده او د پخوا په پرتله خورا زیات ښه شوې یاست. 

بند امېر ښامارانو لوبډلې په خپله لوبډله کې ابراهیم ځدران یو کلیدي او مهم لوبغاړی نومولی دی. او هیله یې څرګنده کړې ده چې نوموړی راتلونکې شپږېزه لیګ ته روغ رمټ شې. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې