افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

بهنوېش کمار: راشد خان د سنراېزر حېدراباد لپاره یوه پانګه ده

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې او په هند سوداګرېز لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې سټار بالر بهنوېش کمار په خپلو تازه څرګندونو کې د اشد خان په اړه ویلي دي، چې د هغه د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره یو پانګونکی لوبغاړی دی. 

نوموړي د راشد خان ارمان په تړاو وویل، راشد خان په لنډ فارمېټ کې یو افسانوې لوبغاړی دی، هغه په ټوله نړۍ کې کریکټ لوبولی دی، راشد خان د لوبډلې لپاره یوه پانګه ده او نوموړی د ښيې توپ اچونې ترڅنک یو ښه توپ وهوونکی هم دی.

بهنویش کمار همدغه راز د ځان په تړاو وویل، چې هغه په خپلې توپ اچونې کې یو لړ زیات تغیرات راوستې دي او د پخوا په پرتله یې ډېر کار پر ځان باندې کړی دی. بهنویش کمار چټک توپ اچوونکی دی. 

نوموړی ډیری وخت له ټپونو سره مبارزه کوي، هغه په تیرې جنورۍ میاشت کې یو جراحي ترسره کړه، کله چې نوموړی له جراحۍ بیرته راستون شو. نو کووېډ ـ ۱۹ ناروغې منځته راغله چې له امله یې ورزشي فعالیتونه په ټپه ودرول شول.

کمار زیاتوي، چې هغه به په آی پي ایل کې له خپلې لوبډلې په ځانګړې توګه د لوبډلې بالرانو سره په ښیې توپ اچونې کې مرسته وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې