افغانستان کریکټ

ایوبي کابل بازانو د ۷ ويکېټو په توپېر ماتې ومنله

د افغانستان کورنې شپږېزه کریکټ لیګ لپاره د چمتووالې سیالیو په لړ کې بوست ساتوونکي لوبډله له ایوبي کابل بازانو لوبډلې سره مخ شوه، چې په پایله کې ایوبي کابل بازانو لوبډلې د اووه ویکېټو په توپېر سره ماتې وخوړه.  

د لوبې په پیل کې ایوبي کابل بازانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. بازانو لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې. د کابل بازانو له لوري توپ وهنه کې صدیق اتل زیاتې ۴۰، رحیم منګل ۲۸ او فرمان الله ساپي ۲۷ منډې جوړې کړې.

د بوست ساتوونکو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې سید احمد شېرزاد سترې ۴،شفیق الله غفاري ۲، محمد عالم او سلیم ساپي یوه- یوه  ویکټه واخیسته. 

بوست ساتوونکې لوبډلې د خپلې دوهمې توپ وهنې پر مټ ښه پیل وکړ او یاد هدف یې د لوبې په ۱۵،۴ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د بوست ساتونکو له لوري عمران جنت ډېرې ۵۶، واحدالله خان ۲۳ او کریم جنت ۲۰ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. 

کابل بازانو ته بیا توپ اچونه کې نجات مسعود، حسیب الله لکڼوال او فرمان الله یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې