ولایتي سیالۍ

السعادت لوبډلې د انټر کلب سیالیو اتلولې ترلاسه کړه

کندهار کریکټ لوبغالي کې د وطن او السعادت لوبډلو ترمنځ د انټر کلب سیالیو پایلوبه تر سره شوه، چې السعادت لوبډلې د ۴ ویکېټو په توپیر وطن لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. 

د لوبې په پیل کې السعادت لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. وطن لوبدلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره السعادت لوبډلې ته د کمو ۱۵۲ منډو هدف وټاکلو. 

د وطن لوبدلې لپاره په توپوهنه کې نجیب الله ۳۴ او صدیق الله تر نورو ډيري ۳۳ منډي وکړي، چې پر بنسټ یې السعادت ته د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.

السعادت لوبډلې لپاره محمد عارف ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې د وطن لوبډلې پنځه کلیدي لوبغاړي یې وسوځول.

السعادت لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۵۲ منډو هدف په ډيرې اسانې سره بشپړ او د ۴ ویکېټو په توپیر یې وطن لوبډلې ته ماتې ورکړه. د السعادت لوبډلې لپاره په توپوهنه کې اغا محمد ښه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې تر بریا پوري ورسوله، یاد لوبغاړي په یاده لوبه کې ۶۱ ناسوځېدلې منډي وکړي. 

وطن لوبډلې لپاره بیا توب اچونه کې عصمت الله ۲ لوبغاړي وسوځول.  

د انټر کلب سیالیو غوره توپ اچونکی صدیق الله ونومول شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۲۷ لوبغاړي وسوځول.

او په توپوهونکو کې نظیف الله د یادو سیالیو د ډيرو منډو جوړونکي لوبغاړی جایزه واخیسته، هغه په یادو سیالیو کې ۳۷۸ منډي جوړې کړې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې