لیګونه

مېشیل سوېپسن په بیګ باش لیګ کې له بريسبېن هئټ لوبډلې سره ۳ کلن تړون لاسلېک کړ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې نوموتی ورو توپ اچوونکی مېشیل سوېپسن په بیګ باش تجارتې لیګ کې له بريسبېن هیټ لوبډلې سره درې کلن تړون وغځاوه. نوموړي په دې تړون لاسلېک کولو سره خوښې ښودلې ده. 

نوموړي داسې وویل: ((دلته د نړۍ ګڼ شمېر افسانوې ورو توپ اچوونکي لکه شاداب خان، یاسر شاه، مجېب الرحمن او ظاهر خان سره په نړیواله کچه تجربه ترلاسه کړې ده. دې کار ماته خورا زیات ذهني قوت راکړی دی.))

همدغه راز د یادې لوبډلې غړو بیا د مېشیل په اړه داسې وویل: ((هغه یو افسانوې ورور توپ اچوونکی دی. چې کولی شي له لوبډلې څخه فشار لرې کړې او سیاله لوبډله تر خپل فشار لاندې راولې.)) نوموړی د بریسبېن هیټ لوبډلې څلورم لوړ ویکېټ اخیستونکی لوبغاړی دی.

بیک باش د نړۍ ستر سوداګرېز لیګ دی. چې په کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم د بیلابیلو لوبډلو له لوري لوبېږي او خورا ښه کارګردګۍ یې ترسره کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې