دلوبغاړو په اړه

محمد عامر ښایې د انګلیستان خلاف درېمه شل اورېزه سیالۍ کې ونه لوبېږي

پاکستان کریکټ ملي لوبډلې له انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې څخه په دوهمه شل اورېزه سیالۍ کې د ۵ ویکېټو په سوځېدو سره په ستر توپیر ماتې وخوړه. چې په دې توګه سیرېز ۰-۱ دوام لري. لومړۍ شل اورېزه سیالۍ د باران له امله بې پایلې پایته رسېدلې وه. 

په ورته مهال یو لړ راپورنه ورکړل شوې دي، چې د پاکستانۍ لوبډلې فاسټ بالر محمد عامر ښایې د ټپ له امله په درېمه شل اورېزه سیالۍ کې ونه لوبېږي. ویل کېږي، چې د محمد عامر هډوکي زخم لري.  

تر دې دمه د نوموړي د نه لوبېدو خبر پاکستان کریکټ بورډ نه دی تائید کړی. خو د پاکستان کریکټ بورډ ویاند ویلي، چې محمد عامر په خپل بدن کې درد احساس کړی دی.   خو نوموړی وایي، چې مونږ به د محمد عامر ستونزه له پاکستان کریکټ ملي لوبډلې طبیعي ټیم سره شریکه کړو. او په اړه به یې ژر تر ژره پرېکړه وشې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې