دلوبغاړو په اړه

جوس بټلر او جوفرا ارچر انګلیستانۍ لوبډلې ته را وګرځېدل

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې دوه نوموتې لوبغاړي جوفرا ارچر او جوس بلټر انګلیستانۍ لوبډلې ته راستنه شوه. دغه دوه افسانوې لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې له روانو لوبو لړيو څخه د استراحت پر موخه له لوبو څخه کیښنول شوې دي.

تازه اوس تمه کېږي، چې دا دوه لوبغاړي به د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې راتلونکو سیالیو کې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې برخه وې. جوفرا ارچر د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې چټک کېڼ لاستی توپ اچوونکی دی همدغه راز جوس بلټر بیا یو ځانګړی توپ وهوونکی دی. 

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا او انګلیستان ترمنځ به راتلونکې سېپټمبر میاشت کې د درې یو ورځنیو او یو شمېر شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شې. د یو ورځینو لوبو لړۍ به د سېټپمبر له ۴ مې نیټې څخه پیل او تر ۸ مې نیټې به په اېز باول کې ترسره شې.

جو روټ په شل اورېزه لوبډله کې نه دی شامل شوی، مګر هغه د درې یو ورځینیو لوبو لړۍ یوه برخه ده. مارک ووډ او سیم کران دواړه په شل اورېزو او یو ورځینیو لوبډلو کې شامل شوي دي پداسې حال کې چې کرېس ووکس د ۵۰ اوریزې لوبډلې برخه نه دی. ایون مورګان به په دواړو بڼو کې لوبډلمشر وې. 

شل اورېزو لوبډله:

ایون مورګان (کیپتان) ، معین علي ، جوفرا آرچر ، جوناتن بیروسټو ، ټام بېنټن ، سیم بلېنګز ، جوس بټلر ، سام کران ، ټام کران ، جو ډینلي ، کرېس اردن ، داوید ملان ، عادل راشد ، مارک ووډ. 

د یو ورځینو لوبو لوبډله:

ایون مورګان (کیپتان) ، معین علي ، جوفرا آرچر ، جوناتن بیروسټو ، ټام بنټن ، سام بلېنګز ، جوس بټلر ، سام کران ، ټام کرن ، عادل راشد ، جو روټ ، کرېس ووکس ، مارک ووډ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې