لیګونه

اډم زمپا له بنګلور چلېنجرز لوبډلې سره یو ځای شو

د هند سوداګرېز لیګ ۲۰۲۰ م کال لپاره راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې د وېرات کوهلي په مشرۍ خبر ورکړ، چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لېګ برېک توپ اچوونکی اډم زمپا له بنګلور چلېنجرز لوبډلې سره یو ځای شو. 

نوموړی د کېن رېچارډسن پر ځای لوبډله کې شامل شوی دی. زمپا اوس مهال د محدود اورېزو سیالیو لپاره انګلیستان ته په سفر کې شامل دی. نو پداسې وضعیت کې هغه به د آی پي ایل لومړنۍ سیالۍ له لاسه ورکړې. 

اډم زمپا تر اوسه پورې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لپاره ۵۵ یو ورځنۍ او ۳۰ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې دي. نوموړي په یو ورځینو سیالیو کې ۷۵ ویکیټې او په شل اورېزو سیالیو کې ۳۳ ویکیټې ترلاسه کړې دي.

آی پي ایل ۱۳ م پړاو سږ کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. او ټولې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته رسېدلې دي. خو په ورته مهال کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې ۱۱ کارمندان او ۲ لوبغاړي پر کرونا ویروس اخته شوې دي چې دغې چارې چینای لوبډله له ستر ګواښ سره مخ کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې