افغانستان کریکټ

کابل بازانو د نهو ویکېټو په توپیر بوست ساتونکو ته ماته ورکړه

اتصالات فورجي شپږیزه کریکټ لیګ سیالیو ته د شپږو لوبډلو د چمتووالي په تمریناتي سیالیو په لړ کې ایوبي کابل بازانو د بوست ساتونکو څخه بریا ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې بوست ساتوونکو لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې. چې له منځه یې احسان الله جنت ۶۲ او ګلبدین نایب ۲۶ منډې جوړې کړې. د ایوبي کابل بازانو لوبډلې له لوري توپ اچونه کې نجات مسعود، ضیا اکبر او فرمان الله ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. 

په ځوابي توپ وهنه کې کابل بازانو ښه پیل ورکړ او یاده سیالۍ یې په خپلې بریا سره پایته ورسوله. ایوبي کابل بازانو لوبډلې ته د توپ وهنې په برخه کې صدیق اتل زیاتې ۸۵ او لوبډلمشر رحمن الله ګربز ۳۵ منډې جوړې کړې.

همدغه راز بوست ساتونکو ته وقار سلام خیل او دستګیرخان یوه ـ یوه ویکېټ واخیسته.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې