لیګونه

نیکولاس پوران د ۱۰ شپږېزو پر مټ ګېانا امازون ته بریا ورکړه

د وېسټ انډېز تجارتې لیګ په دوام ۲۰ مه لوبه کې ګېانا امازون واورېز او سېټ کېټس اېنډ نیوېس پېټرېټس لوبډلې یو له بله سره مخ شوې. چې په پایله کې ګېانا امازون لوبډلې په ۷ ویکېټو بریا ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې ګېانا امازون لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سېټ کېټس اېنډ نیوېس پېټرېټس لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.  

د پېټرېټس لوبډلې له لوري توپ وهنه کې جوشوا ډی سلوا ۵۹ منډي او دنېش رامدمېن ۳۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د ګېانا امازون لوبډلې له لوري توپ اچونه کې کرېس ګرېن ۲ ویکیټې ترلاسه کړې.

د پېټرېټس لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف د ګېانا امازون لوبډلې له لوري په ۳،۱۷ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ شو. د ګېانا امازون واورېزر لوبډلې له لوري توپ وهنه کې نیکولاس پوران د ۱۰ شپږېزو او څلورو څلورېزو پر بنسټ یې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. همدغه راز راس ټېلر ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 

د پېټرېټس لوبډلې له لوري توپ اچونه کې جون-روس جاګسار ۲ او الزاري جوزف یوه ویکېټه ترلاسه کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې