لیګونه

ممبۍ انډېانز د ۲۰۲۰ کال لپاره خپل نوی شرټ اعلان کړ

د هندوستان سوداګرېز لیګ اړوند ممبۍ انډېانز لوبډلې د ۲۰۲۰ م کال سیالیو لپاره خپل نوی ماډل شرټ اعلان کړ. چې د زوړ شرټ په پرتله یې دا شرټ خورا ښکلی دی. او ګڼو مینه والو خوښ کړی دی.  

ممبۍ انډېانز یوه له هغو لوبډلو څخه ده، چې تر دې دمه پورې یې د هند سوداګرېز لیګ څلور جامونه ګټلي دي، او که چیرې سږ کال جام وګټې نو پنځه د اتلولۍ جامونه به وکټې. ممبۍ انډېانز د خپل نوي شرټ ویډیو پر خپل رسمي ټوېټر اکاونټ خپره کړې ده. 

ممبۍ انډېانز یوه له خورا ښو لوبډلو څخه ده، چې د کلیدي لوبغاړو ښه ترکیب لري او دا وړتیا لري چې لوبډله یې ښه توپ وهنه او توپ اچونه ترسره کړې. دوی به سږ کال له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې