لیګونه

سېټ لوسیا زوکس له کمو منډو څخه دفاع وکړه

د وېسټ انډېز تجارتې لیګ سیالیو په دوام وړمه ورځ په ۱۹ مه لوبه کې سېټ لوسیا زوکس لوبډله له بارباډوس ټرینیډس لوبډلې سره مخ شوله. چې سېټ لوسیا زوکس لوبډلې له خورا کمو منډو څخه دفاع وکړه. 

په یاده لوبه کې بارباډوس لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونې پرېکړه وکړه. سېټ لوسیا زوکس لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ۱۸ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې جوړې کړې. 

د زوکس لوبډلې لپاره افغان لوبغاړی نجېب الله ځدران تر نورو لوبغاړو ښه وځلېد او سترې ۲۲ منډې یې وکړې. په ځوابي توپ وهنه کې بارباډوس ټرینیډس لوبډله د یاد هدف په بشپړولو کې پاتې راغله او زوکس لوبډلې له کمو منډو څخه دفاع وکړه.

دوی ټاکل شوې شل اورنو ولوبول او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړ خو د زوکس لوبډلې یاد هدف یې بشپړ نه کړ. بارباډوس لوبډلې لپاره فقت توپ وهنه کې راشد خان یوه ویکېټ ترلاسه کړې وه، خو مګر په توپ وهنه کې یې بغیر له کومې منډې ویکېټ له لاسه ورکړه. 

همدغه راز زوکس لوبډلې له لوري توپ اچونه کې محمد نبي د څلور اورنو پر بنسټ ۱۸ منډې ورکړې او د مقابلې لوبډلې یوه لوبغاړی یې وسوځولو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې