نړیوال کریکټ

انګلیستان د ایون مورګن په پیاوړي توپ وهنې بریا خپله کړه

د انګلیستان او پاکستان ترمنځ دوهمه شل اورېزه لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته ورسېده. لومړۍ شل اورېزه لوبه د باران له امله بې پایلې پایته رسيدلې وه. 

په دوېمه شل اورېزه سیالۍ کې کوربه انګلینډ د لوبې ټاس وګټلو او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې ۱۹۶ منډې جوړې کړې. چې د توپ وهنې په برخه کې بابر اعظم ۵۶ او محمد حفیظ ۶۹ سترې منډې جوړې کړې. 

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې عادل راشېد ۲، کرېس جورډن او ټام کرن ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په ځواب کې ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او سیالې لوبډلې ته یې په ۵ ویکېټو ماتې ورکړه. انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په ۱،۱۹ اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې. 

چې له منځه یې انګلیستاني ایون مورګن ۶۶، ډوېډ مېلان ۵۴ ناسوځېدلې او  جوني بیرسټو ۴۴ منډې جوړې کړې، چې په هدف بشپړولو کې یې مهم رول ولوبولو. 

پاکستان کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شاداب خان ۳ او حارث روف ۲ لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې