دلوبغاړو په اړه

محمد نبي: هڅه کوم چې خپله لوبډله تر پای لوبې ورسوم

په وېسټ انډېز تجارتې لیګ کې لوبېدونکی افغان الراونډر لوبغاړی محمد نبي وایي، هڅه به یې دا وې چې په کرابین پریمیر لیګ کې خپله لوبډله (سېنټ لوسیا زوکس) لوبډله تر پای لوبې یا سیمې فاینل پورې ورسوې. 

د نوموړي پر وېنا چې لوبډله مو ځوانه ده او تمه ور څخه کېږي چې په مرسته یې مونږ تر سیمې فاینل پورې ورسېږو. نبي زیاتوي چې په لوبډله کې یې ټول ځوان لوبغاړي ځای پر ځای کړې دي. 

د نبي پر وېنا، چې دا اوس په لوبډله کې یو ستر مسؤلیت لري او په سېنټ لوسیا زوکس لوبډله کې اوس یو عادي لوبغاړی نه دی. یوې هندي ورزشي وېبپاڼې د هغه پر حواله لیکلې دي:

((که څه هم مونږ په لوبډله کې سئنر لوبغاړي نه لرو، خو د هغه پر ځای لوبډله کې ځوان او استعدادي لوبغاړي لرو. اوس زه د یو سئنر لوبغاړي په توګه لوبډله کې لوبېږم چې ماته یو ستر مسؤلیت هم را پر غاړه دی. او زه باید خپلې تجربې د ټیم له لوبغاړو سره شریکې کړم.))  

محمد نبي عیسخېل خوښې څرګنده کړه چې کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ وروسته یې یو ځل بیا کریکټ پیل کړ او سي پي ایل لوبو کې لوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې