لیګونه

مجېب لوبډلې په ۳۷ منډو بریا خپله کړه

د کرابېن پریمیر لیګ د ۱۸ م لوبې په دوام جمېکا طلواس لوبډله له سېنټ کېټس اېنډ نیوېس پېټرېټس لوبډلې سره مخ شوه، چې په پایله کې مجېب الرحمن اړوند جمېکا طلواس لوبډلې په ۳۷ منډو بریا ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې جمېکا طلواس لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. طلواس لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو ستر هدف وټاکلو. 

د جمېکا طلواس لوبډلې له لوري توپ وهنه کې ګلېن پیلیپس ناسوځېدلې ۷۹ منډې جوړې کړې. همدغه راز جرمېن بلېک ووډ ۲۷ منډې وکړې. او ستر هدف ټاکلو کې یې مهم رول ولوبولو.

د سېنټ کېټس اېنډ نیوېس پېټرېټس لوبډلې له لوري توپ اچونه کې ریاد اېمرټ ۳ کلیدي لوبغاړي له مخې پورته کړل.

په ځوابي توپ وهنه کې سېنټ کېټس لوبډلې ښه پیل ورنکړ او د پیل کلیدي لوبغاړي یې ژر ژر له لاسه ورکړ، دوی په ۴،۱۹ اورنو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او ۱۱۰ منډې یې جوړې کړې. چې لوبه یې د ۳۷ منډو په ستر توپېر سره وبایلله. چې له ډلې یې کېرون پاول او ایون لېوس ۲۱-۲۱ منډې جوړې کړې. خو لوبډله یې تر بریا ونه شوه رسولی.  

د مجېب الرحمن اړوند لوبډلې له لوري توپ اچونه کې کارلوس براېتوېټ ٣، فېډل ايډورډز، سندېپ لامېچين او ويراسامى پرمول ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې. همدا شان مجېب الرحمان په ۴ اورونو کې د ١٢ منډو په بدل کې ١ ويکېټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلېن پیلیپس ونومول شو. نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۷۹ منډې جوړې کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې