نړیوال کریکټ

رېنا: له کوچنیانو پرته نور هېڅ څېز مهم نه دی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې وتلې لوبغاړي په هند سوداګرېز لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلیدي لوبغاړي سرېش رېنا ویلي دي، چې د ماشومانو څخه پرته هېڅ کوم بل څېز مهم نه دی.  

نوموړي وروسته له هغې دا خبرې وکړې چې وړمه ورځ یې له هند سیالیو ترسره کېدو څخه انکار وکړ او د هند هېواد پر لوري یې حرکت وکړ چې نن یې په خپلو خبرو کې وویل، چې له ماشومانو پرته هېڅ کوم بل څېز لومړیتوب نه لري.

د راپورنو پر بنسټ چې د سرېش رېنا کورنۍ غړي ښه نه دي او په یو نامعلوم برخلیک کې ښکېل دي. د رېنا تره وژل شوی دی او د کورنۍ څلور نور غړي یې د نامعلومو وګړو له امله ټپیان شوې دي. دا پیښه د پنجاب په پټانکوټ ولسوالۍ کې رامینځته شوې وه. 

چې له همدې ستونزو له امله رېنا له ۲۰۲۰ م کال سیالیو څخه باېکاټ اعلان کړ. او د آی پي ایل لیګ په ۱۳ م پړاو کې به نه لوبېږي. د چینای سوپر کېنګز لوبډلې مشر کاسي ویسوانتان ویلي وه، چې چینای لوبډله په بشپړه توګه د رېنا پریکړې ته درناوی لري.

د یادونې وړ ده چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې دقرنطین موده نوره هم وغځېده. او ښایې چې دوی د سېپټمبر تر لومړۍ اونۍ پورې تمرینات ترسره نه کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې