دلوبغاړو په اړه

د چینای سوپر کېنګز دوو هغو لوبغاړو نومونه څرګند شول چې پر کرونا ککړ ول

د هند سوداګرېز لیګ له پیلیدو وړاندې خورا بد خبرونه شتون لري، په ځانګړې توګه چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره دوه ورځې وړاندې خبر ورکړل شو چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې ۱۲ کارمندان او یو هندي لوبغاړی پر کرونا مرض اخته شوې دی. په داسې حال کې چې په پیل کې نومونه نه وه څرګند شوې خو اوس د یو دوو وګړو نومونه روښانه شول چې پر کرونا ناروغۍ اخته دي.  

د یوې ورزشي وېبپاڼې پر وېنا چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې روتوراج ګایکواد پر کرونا مرض اخته دی. او بل لوبغاړی دیپک چهار ښودل شوی دی چې پر یاد ویروس ککړ دی.  

له دغو زیانونو له امله کوم چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره ستر ګواښ دی. خپل تمریناتې کمپ سېپټمبر میاشت ته وځنډوه. د یادونې وړ ده چې چینای لوبډلې په هند کې هم یو لنډمهاله تمریناتې کمپ پر لاره اچولی وه.

ټاکل شوې وه چې دوی راتلونکې جمعه خپل اوږمهاله تمریناتې کمپ په متحده عربي اماراتو کې پر لاره اچولی وه خو اوس به دا کمپ وځنډېږي او پر ځای به یې چینای لوبډله قرنطین کې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې