لیګونه

بابر اعظم په ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې د سومرسېټ لوبډلې سره یو ځای کېږي

پاکستانۍ لوبډله اوس مهال په انګلیستان کې ده، او د یاد هېواد په کوربتوب د درې شل اورېزو لوبو لړیو باندې بوخته ده چې له منځه یې لومړۍ شل اورېزه سیالۍ د باران له امله بې پایلې پایته ورسېده. په ورته حال کې د پاکستاني سټار توپ وهوونکي بابر اعظم لپاره ښه خبر شتون لري. 

نوموړی به سږ کال د انګلیستان په کورنیو سیالیو (ویټالیټې بلاسټ شل اورېزه) لوبو کې د سومرسېټ لوبډلې لپاره ولوبېږي. یاد کلب د نوموړي د یو ځای کېدو خبر تائید کړی دی. بابر اعظم له ټاېمز نو انلاین وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل:

((زه واقیعاً خوشاله یم. ما تېر کال د سومرسېټ لپاره له لوبو کولو څخه خوند واخېست. زه تمه لرم چې سږ کال یو ځل بیا د سومرسېټ لوبډلې لپاره ښه لوبې وکړم، او له دوی سره په بریا کې مرسته وکړم.)) 

همدغه راز د سومرسېټ کلب رئیس انډهوري وویل، چې مونږ له پي سي بي (پاکستان کریکټ بورډ) او ې سي بي (انګلیستان کریکټ بورډ) سره نږدې اړیکې لرو. نوموړی زیاتوي، بابر یو سپیشلسټ لوبغاړی دی. 

ویټالیټې بلاسټ شل اوریزې لوبې به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د تېر کال اتلې لوبډلې ایسکېس اېګلز پر لوبې پیل شې، او له خپلې اتلولۍ به دفاع کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې