نړیوال کریکټ

پاکستان او انګلیستان: لومړۍ شل اورېزه لوبه بې نتیجې پایته ورسېده

د انګلیستان په کوربتوب د درې ټېسټ لوبو سیرېز د انګلیستان په بریا پایته ورسېد، او پاکستانۍ لوبډلې په کې یوه لوبه هم ونه ګټله لومړۍ ټېسټ لوبه انګلیستان وګټله او دوه پاتې نور ټېسټ لوبې د باران له کبله بې پایلې پایته ورسیدې. 

خو وړمه شپه د اګسټ په ۲۸ مه نېټه مانچسټر ښار کې د شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شوه، چې د لومړۍ شل اوریزې لوبې پچه یا ټاس پاکستان کریکټ ملي لوبډلې وګټله او د انګلیستان پر وړاندې یې لومړیی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. 

انګلیستان د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ ۱۶،۱ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې. چې له دې وروسته سیالۍ د باران له امله وځنډول شوه. او په مسلسل ډول د باران وارېدو له امله لومړۍ شل اورېزه سیالۍ د باران له امله بې پایلې اعلان شوه. 

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې ټام بټن ۴۲ توپونو باندې ۷۱، ډوېډ مېلان ۲۳ او ایون مورګن ۱۴ سترې منډې جوړې کړې.

پاکستان له لوري توپ اچونه کې عماد وسیم او شاداب خان ۲-۲ او افتخار احمد یوه ویکېټه واخیسته.  د درې شل اورېزو لوبو لړۍ دوېمه شل اورېزه لوبه به د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۳۰ مه نېټه مانچسټر کې پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې