دلوبغاړو په اړهلیګونه

رېنا په ۲۰۲۰ کال آی پي ایل سیالیو کې نه لوبېږي

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې افسانوې لوبغاړی په ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالیو کې نه لوبېږي. نوموړي د نه لوبېدو علت د شخصي ستونزو دلایل ښودلې دي. د راپورنو له مخې چې هغه بیرته هند ته ستون شوی دی. 

نوموړی چې په اګسټ میاشت کې له اېم اېس ډوني سره یو ځای متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته له شاو خوا یوې اونۍ تېریدو وروسته اوس بیرته د شخصي ستونزو له امله د هند پر لوري ولاړه. 

د یادونې وړ ده، چې د رېنا د تګ خبر چینای سوپر کېنګز لوبډلې هم تائید کړی دی، او د هغه پر تګ یې خواشینې ښودلې ده او دا یې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره یو ستر ګوزار بللی دی. چینای لوبډلې د نوموړي لپاره هیله کړې ده چې یاده شخصي ستونزه یې حل شې او له هغه سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

رېنا له نړیوال کریکټ څخه هم څه موده وړاندې تقاعد اعلان کړی وه. نوموړي خپله وروستۍ لوبه په ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې