لیګونه

د چینای سوپر کېنګز ۱۲ غړي او یو هندي لوبغاړي کرونا ټېسټ مثبت ښودل شوی

د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل پیلیدو څخه وړاندې د چینای سوپر کېنګز  مینه والو لپاره خورا بد خبرونه شتون لري. د چینای سوپر کېنګز لوبډلې د ۱۲ کارمندانو او د یو هندي لوبغاړي په ګډون د کرونا ټېسټ پایلې مثبتې ښودل شوې دي. 

په دې ۱۲ کسانو کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې ملاتړ کارمندان هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې غړو او کارمندانو د پنجشنبې په ورځ د کرونا ټېسټ ازموینه درلوده، چې په پایله کې د ۱۲ کارمندانو او یو هندي لوبغاړي ټېسټ مثبت ښودل شوی دی.  

په هر صورت، تر دې دمه پورې د کوم کارمند او لوبغاړي نوم نه دی ښودل شوی. د دې ستونزې له امله اوس چینای سوپر کېنګز لوبډلې د قرنطین موده تر سېپټمبر ۱ پورې وغوځوله.

چینای لوبډله به تر ټولو وروستۍ لوبډله وې، چې د آی پي ایل ۲۰۲۰ لپاره تمرینات پیلیوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې