لیګونه

ډیلې لوبډلې بالېنګ روزوتکی متحده عربي اماراتو ته ورسېد

د ډیلې کپټلز لوبډلې بالېنګ روزونکی راین هیرس د راتلونکې ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته ورسېد. نوموړی به سږ کال آی پي ایل سیالیو کې متحده عربي اماراتو لوبډلې لوبغاړو ته د بالېنګ په برخه کې روزونه ورکړې. 

نوموړی نن جمعه متحده عربي اماراتو ته ورسېد. چې له رسېدو سره سم ډیلې کپټلز لوبډلې د نوموړي د رسېدو خبر ورکړ. یادې لوبډلې په خپل ټوېت کې لیکلې دي: 

हत्तपः://ट्विटर.कॉम/डेल्हीकैपिटल्स/स्टेटस/1299217879460540416?स=20

((زمونږ د توپ وهنې نوی روزونکی راین هیرس متحده عربي اماراتو کې زمونږ له ټیم سره یو ځای شو.)) تمه کېږي چې نوموړی به ډېر ژر ډیلې لوبډلې توپ اچوونکو ته روزونه پیل کړې. 

ډیلې لوبډلې د اګسټ په ۲۵ مه نیټه نوموړی د بالېنګ برخې کوچ وټاکلو. ۴۰ کلن راین هیرس به د هېواد جېمز پر ځای ډیلې لوبډلې ته روزونه ورکړې. مګر دا ځل جېمز د شخصي ستونزو له امله ډیلې لوبډلې ته روزونه نه شې ورکولی.  

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې