دلوبغاړو په اړهولایتي سیالۍ

ځوان لوبغاړي سلیمان عربزي د نولس کلنو کیمپ کې ۲۰۰ منډې جوړې کړې

د نولس کلنو راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره افغانستان کرکټ بورډ په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ په لاره اچولې.

دغه کمپ د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوي له یاد کمپ څخه به راتلونکي اسیا جام ته افغان لوبډله جوړه شي. 

د پیل شوي کمیپ په لړ کې د نولس کلنو لوبډلې پیلیز لوبغاړي سلیمان عربزي د دوه پنځوسیزو پر مټ ۲۰۰ منډې جوړې کړې. د سلیمان عربزی د کورني کرکټ له پیاوړو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي چې تل د خپلې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ښه ځلیدلی دی. سلیمان عربزی له دې وړاندې د افغانستان په اوولس کلنو او نولس کلنو ملي لوبډلو کې لوبیدلی دی.

اوس تازه د راتلونکي اسیا جام لپاره افغان لوبډله غوره کیږي د کرکټ تبصره کوونکي له کرکټ بورډ څخه هیله لري چې دې ځوان لوبغاړي ته په لوبډله کې ځای ورکړي ((د هغوي پر وینا سلیمان عربزی له عمر څخه کم خو د کرکټ تجربه او وړتیا یې ډیره لوړه ده نوموړی یو کلاس لوبغاړی دی که چیرې چانس ورکړل شي نو د لوبډلې لپاره به ډیر ښه ثابت شي)).

خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې