دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډوین براوو په نړۍ کې لومړنی بالر شو چې شل اورېزو سیالیو کې یې ۵۰۰ ویکیټې بشپړې کړې

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې ټول چارې یا الراونډر لوبغاړي ډوین براوو په سي پي ایل سیالیو کې د یوې ویکیټې اخیستو په ترڅ کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. براوو چې د سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې پر وړاندې یې ویکېته ترلاسه کړه نو په دې سره نړۍ کې لومړنۍ بالر شو چې ۵۰۰ ویکیټې یې واخیستې. 

براوو ۵۰۰ ویکیټې د راحیم کارن وال په سوځېدو سره بشپړې کړې. براوو چې یو افسانوې بالر او توپ وهوونکی دی نو پر همدې بنسټ یې د نړۍ ګڼو لیګونو کې د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړی دی. 

ډوین براوو په بیلابیلو لیګونو کې له بیلابیلو لوبډلو سره لکه: چټګانګ کېنګز ، کومیلي ویکټورېنز ، ډهاکا ډیناماېټس ، ډولفېنس ، ایسېکس ، ګجرات لاېنز ، کېنټ ، لاهور کلاېنډرز ، مېلبورن رینېګډز ، مېلبورن سټارز ، مډل سېنکس ، ممبۍ انډیانز او همدغه راز په آی پی ایل کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره هم لوبیدلی چې ښایې سږ کال هم د همدې لوبډلې لپاره لوبېږي.

براوو دا ستر ریکارډ د ۴۵۹ نړیوالو شل اورېزو سیالیو په مرسته جوړ کړ. خو تر دې وړاندې هېڅ کوم بالر په شل اورېزو لوبو کې دا ریکارډ نه دی جوړ کړی.  

د یادونې وړ ده چې د سي پي ایل سیالیو د پایته رسېدو وروسته به براوو په آی پي ایل کې ولوبېږي. او خپله وړتیا به هلته وښیې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې