دلوبغاړو په اړهلیګونه

هندي پروین تمبي په ۴۸ کلنۍ کې خپله لوبه سي پي ایل کې پیل کړه

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې کار پوه پروین تمبي په کرابین پریمیر لیګ کې ریکارډ جوړ کړ. نوموړی لومړی هندي لوبغاړی شو چې په وېسټ انډېز تجارتې لیګ کې لوبېږي او خپله لوبه یې په ۴۸ کلنۍ کې پیل کړه. نوموړی وړمه شپه د سي پي ایل سیالیو په دوام ۱۳ مه لوبه کې د ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې په نوملړ کې شامل وه. 

د کرابین پریمیر لیګ په دوام ۱۳ مه لوبه د ټرېنباګو ناېټ راېډرز او سېټ لوسیا زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې په پیل کې د لوبې پچه زوکس لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دوی په ټاکلو شل اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې. 

چې له منځه یې توپ وهنې برخه کې دوه افغان لوبغاړي ښه وځلېدل. نجېب الله ځدران د ۲۱ بالونو پر بنسټ ۲۱ منډې جوړې کړې همدغه راز ترڅنګ یې بل افغان لوبغاړي محمد نبي په ۲۲ بالونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

دا چې هندي تمبې په لوبډله کې چانس موندلی وه، نو توپ اچونه کې یې یو لوبغاړی وسوځوه.  

خو ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې یاده سیالۍ د باران له امله د ډي ایل ايس میتود پر بنسټ وګټله. ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې ته د ډي ایل ایس میتود پر بنسټ د ۷۲ منډو هدف وټاکل شو.  

چې په ځواب کې ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ. چې د دوی له منځه توپ وهنه کې ډېرن براوو سترې ۲۳ منډې جوړې کړې. 

که څه هم د محمد نبي اړوند زوکس لوبډلې سیالۍ وبایلله. خو نبي یوه ویکیټه ترلاسه کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې