نړیوال کریکټ

ار سي بي لوبډله له قرنطین وروسته درې اونیو لپاره تمرینات پیلیوي

راېل چلېنجرز بنګلور لوبډله به د وېرات کوهلي په مشرۍ کې د قرنطین څخه وروسته تمریناتو ته راوګرځې. د راپورنو پر بنسټ چې بنګلور لوبډله به د درې اونیو لپاره تمرینات ترسره کړې.

تمرینات به پر داسې مهال پیل شې چې لوبغاړي به د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې احتطاطي تدابېر په پام کې ونیسې. 

د ار سي بي لوبډلې مشر هیسن وویل: ((لوبغاړو تیرو څو میاشتو کې په مختلفو روزنیز ځایونو کې تیرې کړې دي. او تمرینات یې ترسره کړې دي.)) نوموړی زیاتوي چې زمونږ ملاتړ کارمندان پر داسې یوې طریقې کار ترسره کوي چې تر څو لوبغاړي د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه په امان کې وې. 

هیسن وایي، چې د بنګلور چلېنجرز لوبډلې لوبغاړي به یو ځل بیا هڅه وکړې چې د لومړي ځل لپاره د آی پي ایل سر لیک جام وګټې.

د یادونې وړ ده چې بنګلور چلېنجرز لوبډله یوه له هغو لوبډلو څخه ده، چې تر دې دمه پورې یې د آی پي ایل سیالیو اتلولۍ جام نه دی ګټلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې