افغانستان کریکټ

آیا شپږېزه کریکټ لیګ کې به نندارچیان شتون ولري؟

شپږېزه کریکټ لیګ چې د هېواد یو ستر لیګ دی. دا لیګ په لومړي ځل ۲۰۱۳ م کال کې پیل شو. چې دا یې اووم پړاوو دی چې سږ کال ترسره کېږي. په دې لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري او هره یوه لوبډله خورا افسانوې او پیاوړي لوبغاړي لري. په دې لیګ کې وخت نا وخت خارجي یا بهرنې لوبغاړي هم لوبېږي. 

د ۲۰۲۰ م کال شپږېزه کریکټ لیګ:

ټاکل شوې ده، چې شپږېزه کریکټ لیګ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۶ مه نیټه د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي. چې د یاد لیګ اړوندو لوبډلو خپل چمتووالی پیل کړی دی. دا لیګ به په پلازمینه کابل کې ترسره شي چې پای لوبه به یې په کابل نړیوال کریکټ لوبغالي کې ترسره شې. پای لوبه  یا وروستۍ لوبه به د سیپټمبر میاشتې په ۱۳ مه نیټه ترسره شې. د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به پر ټلوېزون هم نندارې ته وړاندې شې. 

شپږېزه کریکټ لیګ او نندارچیان:

دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کریکټ او ترڅنګ یې د نورو ورزشي فعالیتونو فعالیت په ټپه ولاړ وه. نو له همدې امله اوس هم ډیری وګړي نه غواړي چې د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې احتطاطي تدابېر له پامه ورغوځوې. د افغانستان کریکټ بورډ لنډمهاله اجرائیه رئیس جار عبدالر حیمزی ویلي دي، چې په شپږېزه لیګ کې نندارچیانو شتون یا نشتون پرېکړه افغان حکومت او عامې روغتیا وزارت پورې اړه لري، چې نندارچینانو ته اجازه ورکړي. 

نوموړی زیاتوي، چې په دې تړاو له افغان حکومت سره خبرې روانې دي. او هڅه کوي چې ژر تر ژره د نندارچیانو پرېښودو پرېکړه وشې. بل پلوه درې افغان لوبغاړي به د شپږيزې کریکټ لیګ د پایته رسېدو وروسته هند سوداګرېز لیګ (آی پي ایل) ترسره کېدو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ شې.

محمد نبي او راشد خان آی پي ایل کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، پداسې حال کې چې مجېب الرحمن بیا د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې