نړیوال کریکټ

وېسټ انډېز ښځینه لوبډله په سېپټمبر مېاشت کې انګلیستان ته سفر کوي

د وېسټ انډېز ښځینه کریکټ ملي لوبډله به د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه وروسته یو ځل بیا کریکټ سیالیو ته راستنه شې. په پام کې ده چې د وېسټ انډېز ښځینه کریکټ ملي لوبډله د ۵ شل اورېزو سیالیو لپاره انګلیستان هېواد ته سفر وکړې او هلته د انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ پیل کړې. 

دا سیالۍ به په ډربي کې ترسره شې. تمه وه چې انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې له هند او سوېلي افریقا ښځینه کریکټ ملي لوبډلو سره د درې اړخېزه لوبو لړۍ پیل کړې وای. خو مګر سیالۍ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ خطر له امله لغوه شوې. 

انګلینډ کریکټ بورډ یو له هغه بورډ څخه دی. چې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ په مینځ کې د یو شمېرو لوبډلو کوربتوب یې کړې دی او یا یې هم کوي پداسې حال کې چې نور کریکټ بورډونه لا هم تم پاتې دي. 

د انګلیستان او وېسټ انډېز ښځینه کریکټ لوبډلو ترمنځ به د پینځو شل اورېزو لوبو لړۍ راتلونکې سيپټمبر میاشت کې پیل شي. چې لومړۍ شل اورېزه لوبه به د سيپټمبر میاشتې له ۲۶ مې نیټې څخه پیل شي. د انګلیستان کریکټ بورډ اجرایوي رئیس ټام هرېسن وویل:

((د میرمنو لوبې ترسره کېدل زمونږ د څلورو اهدافو څخه یو هدف وه، او زه خوښ یم چې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله رامینځته شوو ستونزو سره سره بیا هم، انګلیستان ښځینه لوبډله د سیالیو په جریان کې ووېنم.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې