دلوبغاړو په اړه

سوشما ورما: کله چې سچن نړیوال کریکټ پرېښود، نو ما د آی پي ایل لیدل پرېښودل

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتې لوبغاړې سوشما ورما په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي، کله چې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني لېجنډ لوبغاړي سچن ټنډولکر کریکټ پرېښود نو ما هم له هغه وخت راهیسې د هند تجارتې لیګ سیالیو لېدل پرېښودل. 

۲۷ کلنې سوشما ویلي دي، چې هغه د ممبۍ انډېانز لوبډلې لویه مینه واله وه، خو کله چې سچن کریکټ کیرېر ته د پای ټکی کېښود. نو ما هم د آی پي ایل سیالیو لېدلو ته د پای ټکی کېښود. ورما آی ې اېن اېس ته په خبرو کې داسې وویل: 

((زه نور ډېر آی پي ایل نه تعقبوم. کله چې سچن د ممبۍ لپاره لوبه کوله، نو ما به آی پي ایل سخت زیات تعقبولو. ما همدغه راز د سچن ټنډولکر ټېست کریکټ هم خوښه وه. زه د سچن یوه لویه مینه واله یم.)) سوشما د هند له هماچل پردېش ایالت څخه ده.

نوموړې همدغه راز زیاته کړله، چې زه د پخواني کیپتان او ویکېټ ساتوونکي اېم اېس ډوني مینه وال هم یم. له ډوني سره د لومړي ځل ملاقات کیسه داسې کوي: ((کله مې چې له ډوني سره په لومړي ځل ولېدل، نو ځان مې ورته معرفي کړ او ورته ومې ویل، چې زه هم ویکېټ ساتوونکي او توپ وهوونکي یم. په ځواب کې مهیندرا سېنګ ډوني راته وویل، چې ښه ده، خپل کار او فعالیت ته همداسې دوام ورکړه.)) 

۲۷ کلنې ورما یوه ټېسټ، ۳۸ یو ورځنۍ او ۱۹ یې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې