لیګونه

وېرات کوهلي: یوه تیروتنه ټورنامنټ خرابه ولی شې

د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالیو لپاره ټولو لوبډلو متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی. د کرونا ویروسي ناروغۍ له امله آی پي ایل سږ کال د سيپټمبر په ۱۹ مه نیټه د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. 

په داسې وضعیت کې به د لوبډلو ټول لوبغاړي د کرونا پر وړاندې د بي سي سي ای لارښوونې تعقیب کړې، چې پر همدې بنسټ د ار سي بي لوبډلې کیپتان وېرات کوهلي هم خپلو لوبغاړو ته خبرداری ورکړی دی، چې زمونږ یوه غلطې یا تیروتنه کولی شې چې ټول ټورنامنټ ګډوډ کړې.

ار سي بي لوبډلې یوه ویډیو پر خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې خپره کړې ده، چې پکې د لوبډلې لوبغاړو او کارمندانو یوه مشورتې ناسته پر دې بنسټ باندې ترسره کړې ده، چې لوبغاړو ته خبر ورکړې چې د آی پي ایل او بي سي سي قوانینو خلاف کوم کار ترسره نه کړې.

وېرات کوهلي وویل: ((مونږ ټول باید هغه مقررات تعقیب کړو، کوم چې چارواکو په متحده عربي اماراتو کې ټاکلي دي، او زه تمه لرم چې لوبغاړي به د کرونا پر وړاندې ټول احتطاطي تدابیر په پام کې ونیسې. زما په فکر زمونږ یوه تیروتنه کولی شې چې ټول ټورنامنټ برباد کړې چې داسې به هېڅوګ هم ونه غواړي.))

د یادونې وړ ده، چې د هند سوداګرېز لیګ ۱۳ م پړاوو به د سيپټمبر له ۱۹ مې نیټې څخه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شي، او تر نومبر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې