لیګونه

راین هیرس د ډهلي کپټلز لوبډلې د بالېنګ کوچ وټاکل شو

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز بالر راین هیرس د آی پي ایل لیګ ۱۳ م پړاو سیالیو لپاره د ډهلي کپټلز لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو. ډهلي کپټلز یوه پیاوړې لوبډله ده. 

ډهلي کپټلز لوبډلې د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی تېز بالر یې د خپلې لوبډلې د بالېنګ کوچ په توګه وټاکه. دا ۴۰ کلن روزونکی به متحده عربي اماراتو کې له خپلې اړوندې ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شې.

راین هیرس په خبرو کې وویل: ((زه خوښ یم چې یو ځل بیا آی پي ایل سیالیو ته راستون شوم. دا زما لپاره لوی چانس دی چې له ډهلي کپټلز لوبډلې سره د اتلولۍ جام په پورته کولو کې برخه واخلم. ډهلي کپټلز لوبډله د توپ اچونې خورا ښه لین لري، او زه نور انتظار نشم کولی زه اومید لرم چې ژر تر ژره له ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شم.))

راین هیرس په نړیوال کریکټ کې ۱۱۳ ټېسټ او ۴۴ یې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. نوموړی به د ډهلي کپټلز لوبډلې دغو روزونکو ریکي پونټینګ، محمد کیف، سمیول بدري، او ویزا دیا سره مل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې