دلوبغاړو په اړه

انضمام الحق د دریمې ټېسټ لوبې په جریان کې له چوکۍ څخه لاندې ولوېد+ ویډیو

د پاکستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ درېمه او وروستۍ ټېست لوبه دوام لري، تر دې دمه د ټېسټ لوبو لړۍ ۲-۰ سره دوام لري. پاکستانۍ لوبډله په روانه درېمه ټېست لوبه کې خور ناکامه ښکارې او ښایې چې لوبه انګلیستانۍ لوبډله ترې وګټې. 

په ورته وخت کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکی انضمام الحق د درېمې ټېسټ لوبې په جریان کې د دوهم اننګز پر مهال د دې پر ځای چې غوښتل یې څوکۍ کې کیښنې له څوکۍ څخه لاندې ولوېد. چې د نوموړي یاده ویډیو سمدواره په ټولنېزو رسنیو هم خپره شوې ده.

او هر چا د پاکستاني لوبغاړي پر دغې ویډیو باندې خندونکې تبصرې کړې دي، په ویډیو کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې یو څو لوبغاړي هم لیدل کېږي. چې په ناڅاپي ډول انضمام الحق له چوکۍ څخه لاندې ولوېد. 

چې د نوموړي له لوېدو وروسته د پاکستان پخواني کيپتان سرفراز احمد، شاداب خان او نورو لوبغاړو پسې وخندل. د یادونې وړ ده چې د باران له امله وړمه ورځ هم د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لوبه ځنډول شوې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې