نړیوال کریکټ

پاکستان په اکتوبر میاشت کې د زمبابوې کوربتوب کوي

پاکستان کریکټ بورډ (پي سي بي) چمتو دی چې په اکتوبر ـ نومبر میاشت کې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړې. پاکستان کریکټ ملي لوبډله به پر داسې مهال د زمبابوې کریکټ ملي کوربتوب وکړې چې د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې به ټول احتطاطي تدابېر په پام کې ونېول شې.

د راپورنو پر بنسټ چې زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې به په اکتوبر میاشت کې راشي او هلته به د دوه اونیو لپاره د بند موده باندې محکومه شي. زمبابوې کریکټ ملي لوبډله ښایې د اکتوبر په ۱۵ مه نیټه پاکستان ته سفر وکړې.

د یادولو وړ ده ، چې له روزنې څخه وړاندې به ټول لوبغاړي د کووېډ ـ ۱۹ معاینه ورکړې او له پایلې وروسته به خپل تمرینات پیل کړې. د سرچینو پر وېنا چې دا مهال پاکستان کریکټ بورډ له پاکستان حکومت سره په دې بوخته ده چې کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې ټول لارښوونې چمتو کړې.

دا به لومړی ځل وې چې له کووېډ ـ ۱۹ وروسته یو ځل بیا پاکستان کې د زمبابوې پر لوبو لړۍ باندې نړیوال کریکټ پیلیوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې