دلوبغاړو په اړه

عرفان پټان: دا لوبغاړي وړتیا لري، چې د سچن ټنډولکر ۱۰۰ نړیوالو سلېزو ریکارډ مات کړي

د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي عرفان پټان ویلي دي ، چې د هند کریکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر وېرات کوهلي د خپلې وړتیا او فټنس پر بنسټ کولی شې چې د سچن ټنډولکر د ۱۰۰ سلېزو ریکارډ مات کړې. 

عرفان پټان له سټار سپورټس تلویزونې شبکې سره په مرکه کې وویل: ((زه باور لرم چې د سلو سلېزو نړیوال ریکارډ به کوهلي مات کړي، که څه هم په دې اړه دوی تبصره نه کوي. مګر هر څوګ په دې پوهېږي چې د کوهلي دغه ریکارډ که ماتېږي نو هغه به یواځې کوهلي وې.)) 

پټان د خبرو په دوام سره زیاته کړه: ((هغه په کمه موده کې ډېر څه ترلاسه کړې دي، زه باوري یم چې د سلو سلېزو ریکارډ که ماتېږي نو هغه به هندي وېرات کوهلي وې. وېرات دغه مقام ته د رسېدو لپاره خورا ښه فټنس او وړتیا ته اړتیا لري.))

۳۱ کلن وېرات کوهلي تر دې دمه پورې ۷۰ نړیوالې سلیزې وهلې دي. نوموړي تر دې دمه پورې ۲۴۸ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي. د پټان پر وېنا، چې کوهلي فقت ۳۰ سلېزو ته اړتیا لري چې زه اومید لرم نوموړی به له تقاعد څخه وړاندې دا کارنامه بشپړه کړې. 

د یادونې وړ ده چې هند کریکټ ملي لوبډله به د دې کال په پای کې اسټرالیا ته سفر وکړې، چې دا سفر به د لوبډلمشر کوهلي لپاره خورا اغېزناک وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې