لیګونه

سږ کال به کیل راهول د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر وې

د هند کریکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی کیل راهول به په هند سوداګرېز لیګ کې د لومړي ځل لپاره د کیپتانۍ دنده پر غاړه واخلي. نوموړی به د هند سوداګرېز لیګ په ۱۳ م پړاو کې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېږي. 

کېنګز الېون پنجاب لوبډله د آی پي ایل لیګ ۱۳ م پړاو سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده. او هلته پر شپږ ورځنې بند باندې محکومه ده. چې له یاد بند څخه پایته رسېدو وروسته به خپل تمرینات په ډله اېز ډول باندې پیل کړې.

راهول وروسته له هغې د پنجاب لوبډلې کیپتان وټاکل شو. چې روېچندران اشوېن له پنجاب لوبډلې څخه جلا شو او له ډیلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شو. اشوین به د ډیلي کپټلز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

له انډیا ایکسپریس سره په خبرو کې راهول وویل: ((زه تل داسې فکر کوم. چې زه کیپتان یم. ما تل د لوبې پر مهال داسې احساس کړی دی چې زه د کیپتانۍ مسؤلیت پر غاړه لرم. زه پوهېږم چې دا به زما لپاره یو څه ستونزمنه وې خو فرېشر به نه اخلم.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې