لیګونهنړیوال کریکټ

سنراېزر حېدراباد او ډهلي کپټلز لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده

د هند سوداګرېز کریکټ لیګ به په راتلونکې سيپټمبر میاشت کې د ۸ لوبډلو په شتون کې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي ، دا لیګ د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د هند هېواد پر ځای متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. 

د یاد لیګ ډیری فرنچاېز (لوبډلو) متحده عربي اماراتو ته ځان رسولی دی. او په یاد هېواد کې یې د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې د بي سي سي ای لارښوونې ته په کتو خپل تمرینات پیل کړې دي ، د یاد لیګ لپاره سنراېزر حېدراباد او ډهلي کپټلز لوبډلې هم متحده عربي اماراتو ته رسيدلې دي.

د راپورنو پر بنسټ چې سنراېزر حېدراباد او ډهلي کپټلز لوبډلې یو له هغو لوبډلو څخه دي ، چې په متحده عربي اماراتو کې به شپږ ورځنی قرنطین تېر کړې او له هغې وروسته به بیا خپلمنځي تمرینات پیل کړې. 

ډهلي کپټلز او سنراېزر حېدراباد وروستۍ دوه هغه لوبډلې دي چې د یکشنبې په ورځ ماسپښین مهال متحده عربي اماراتو ته ورسيدې.

ممبۍ انډیانز ، راېل چلېنجرز بنګلور ، چینای سوپر کېنګز ، کلکته ناېټ راېډرز ، راجستان راېلز او کېنګز الېون پنجاب تر دې وړاندې د پنجشنبې او جمعې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ځانونه رسولې وه.

په ورته وخت کې د آی پي ایل رئیس برچېش پټېل ګلف نېوز ته داسې وویل: ((مونږ به تر راتلوونکو شپږو ورځو لپاره د بند په موده محکوم اووسو. د لوبډلو ازادول به یو لړ وخت ونیسې. ځکه چې مونږ د یو څو نورو څېزونو په نهایي کولو تمرکز کوو.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې