افغانستان کریکټ

رئیس احمدزی د افغان کریکټ بورډ ډایريکټر وټاکل شو

د ۱۹ کلنو پخوانی روزونکی رئیس احمدزی د پخواني کریکټ ډایرېکټر او د غوراوي کمېټې مسوول انډي مولز پر ځای د افغانستان کریکټ بورډ ادارې د نوي کریکټ ډایریکټر په توګه په دنده وګومارل شو.

ښاغلی احمدزی له وړاندې هم د افغان کریکټ بورډ سره په بیلابیلو لکه د لوبغاړي په توګه او همدغه راز د ۱۹ کلنو روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه. چې له مخې به یې نوموړی افغان لوبډله نوره هم پیاوړې او غښتلي کړې.

د افغان کریکټ بورډ پر وېنا، چې ښاغلي احمدزي له دې وړاندې هم د افغانستان کربکټ بورډ ادارې په بېلابېلو تخنیکي څانګو کې په ښه ډول دندې مخې ته وړې وې او له خپلو ټولو چارو په بریالۍ توګه راوتلی وه.

هېره دې نوې چې نوموړی په خپل وخت سره د لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی وه چې ښه پایله یې ورکړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې