افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتې سیالۍ د خوست په بریا پایته ورسیدې

افغانستان کریکټ بورډ د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتې سیالۍ د هیواد په کچه د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د خوست ولایت په ۲ لوبغالو(خوست کرکټ لوبغالي) او (مس عینک کرکټ لوبغالي) کې پیل کړې وې چې پر بنسټ یې د الف ګروپ څخه خوست او ب ګروپ څخه ننګرهار لوبډلې د ډېرو نمرو په درلودلو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه. 

وروستۍ لوبه یا پای لوبه په خوست کریکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې خوست ولایتې لوبډلې پچه وګټله ، او د ننګرهار ولایتې لوبډلې پر وړاندې یې توپ اچونه لومړی غوره کړه. ننګرهار ولایتې لوبډلې د ۵،۴۷ اورنو پر بنسټ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۴ منډي جوړې کړې.

د ننګرهار ولایتې لوبډلې له لوري بهار شینواري سترې ۶۲ ، شوکت زمان ۳۳ او محمد ابراهیم ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د خوست لوبډلې د توپ اچونکو له لوري حسیب الله او اصغر اتل درې ـ درې، نسیم منګل، شاهدالله او نور احمد یوـ یو لوبغاړی وسوځاوه. 

د افغان کریکټ بورډ پر وېنا د پای لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهدالله کمال ترلاسه کړه. د یادو سیالیو د غوره توپ وهنې جایزه د ننګرهار لوبډلې افسانوې توپ وهونکي بهیر شاه محبوب ته ورکړل شوه نوموړي په پنځو لوبو کې د یوې سلیزې په مرسته ټولټال ۲۴۴ منډې جوړې کړې. همدارنګه د غوره توپ اچونې جایزه هم د ننګرهار لوبډلې چټک توپ اچونکي باطن شاه عبدالرحیمزي ترلاسه کړه. نوموړي په پنځو لوبو کې ۱۳ وېکټې ترلاسه کړې. همدارنګه طارق ستانکزی هم د يادو سياليو غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په څلورو لوبو کې د اووه لوبغاړو د سوځولو ترڅنګ ۱۱۲ منډې جوړې کړې. د ۲۰۲۰ کال ګرېډ ون سیالیو ایمرجېنګ لوبغاړی د خوست لوبډلې توپ اچونکې حسیب الله ونومول شو چا چې په پنځو لوبو کې ۱۲ لوبغاړي سوځولي وه.

د پای لوبې له پایته رسېدو وروسته مراسمو کې  د کورني کرکټ مسول احسان الله عبید وویل: د لسم ځل لپاره په رسمي ډول دهیواد په کچه لومړۍ درجه ۵۰ اوریزه سیالۍ په ښه شکل پای ته ورسیدې، نوموړي وویل: یادې سیالۍ د هیواد په کچه د لوبغاړو لپاره ډېرې اړینې وې ترڅو دوی د اوږد فارمټ کرکټ لپاره عادت شي او د پنځوس اوریز او څلور ورځني کرکټ لپاره ترې لوبغاړي په نښه کړای شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې